بَلْ عَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ فَقَالَ الْكَافِرُونَ هَذَا شَيْءٌ عَجِيبٌ
بلکه تعجب کوی دوی ددی نه چه راغلی دی دوی ته ویره ورکوؤنکی ددوی نه نو وائي کافران چه دا ناآشنا څیزدی -
(بَلْ عَجِبُوا أَنْ جَاءَهُمْ مُنْذِرٌ) هرکله چه مقصد د سورة بعث بعدالموت ثباتول دی اودا مسئله د انذار (ویری) ده ددی وجی نه صرف انذار ئی ذکرکړو (هَذَا شَيْءٌ) غوره داده چه هذا سره اشاره ده بعث بعدالموت ته لکه روستو آیت کښی ذکرکوی بعضی علماؤ وئیلی دی چه اشاره ده توحید ته لکه سورة (۵) کښی او بعضو وئیلی دی چه اشاره ده چه رسول بشردی (عَجِيبٌ) کوم کارچه دعادت دخلقونه خلاف وی نو دوی عجیبه او ناآشنا وائي - لیکن هرکله چه د اللّه تعالٰی په قدرتونو باندی فکراوکړی شی نو دوباره ژوندی کول هیڅ ناآشنا کارنه دی نودمنکرانو دا تعجب کول بی ځايه دی -