الحجرات ۷

وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُولَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ

اوپوهه شئ‌ یقیناً په تاسو کښی رسول اللّٰه ﷺ شته دی که چیری ستاسو تابع شی په ډیرو کارونو کښی نوپه تکلیف کښی به پریوځئ او لیکن اللّه تعالٰی محبوب کړی دی تاسوته ایمان او ډولی کړی دی هغه په زړونو ستاسو کښی او بد ئی ښکاره کړی دی تاسو ته کفر او گناهونه کول او نافرمانی کول داسی کسان خاص دوی کامیاب دی -

په دی کښی اشاره ده طریقی د تحقیق دخبرد فاسق ته اودارنگ تحذیردی فاسق ته ددروغ خبر وئیلو نه یعنی خبرد فاسق به رسول اللّٰه ﷺ ته پیش کیږی په ژوند د هغه کښی اودهغه سنت ته پیش کیږی روستو دوفات دهغه نه نوپه دی طریقی سره به دهغه فاسق دروغ او رشتیا معلومیږی (فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ) وصف ئی ذکرکړو نوم (محمد) ئی نه دی ذکرکړی اشاره ده چه دهغه ذات خوحاضرناظر نه دی نه په ژوند دهغه کښی اونه روستو دمرگ دهغه نه لیکن صفت درسالت (چه قرآن او سنت دی) هغه په تاسو کښی باقی دی (وَلَكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ) د ماقبل نه وهم پیداشو چه آیا صحابه کرامو دا اراده کړی ده چه دروغ اوائي اوپیغمبرپه ځان پسی په هغی کښی تابع اوگرځوی نودا وهم لری کوی چه دصحابه کرامو شان ددی نه اوچت دی او لفظ د لَوْ يُطِيعُكُمْ، په دی باندی دلیل دی ځکه چه لَوْ دپاره دانتفاء او د منع راځی یعنی داسی نه دی شوی فرق دادی چه محبت امرباطنی دی نومراد دایمان نه عقیده صحیحه دتوحید ده او تزیین امرظاهری دی نومراد د ضمیر د زَيَّنَهُ، نه اعمال دایمان دی (وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ) دا اشاره ده چه محبت ددوی د ایمان سره دومره زیات دی چه دهغی مقابل ورته بد ښکاره کیږی الکفرمقابل دایمان دی او (الْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ) دا مقابل دی د زَيَّنَهُ، سره ځکه چه په هغه کښی اعمال صالحوته اشاره ده - او ددی دریو واړو یو فرق دادی چه کفرخو انکارکول دی د طاعت د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ نه او الفسوق گناه کبیره دی او العصیان گناهونه صغیره دی -
فائده: په لفظ‌ د حَبَّبَ او كَرَّهَ کښی چه ضمیرفاعل ئی اللّه تعالٰی ته راجع دی اشاره ده چه ټول کارونه د خیراوشر اللّه تعالٰی پیدا کړی دی او دا رد دی په قدریه معتزله باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل