الحجرات ۶

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ

ای ایمان والو که راوړی تاسو ته گنهگار یو خبر نو تحقیق ئی اوکړئ (هسی نه) چه اورسوئ (تکلیف) یو قوم ته په ناخبرئ سره نوشئ به په خپلو کړو باندی پښیمانه -

په دی کښی دریم ادب دی یعنی په تیرشوی آدابو سره اتحاد جوړیږی لیکن بعضی خلق دا اتحاد خرابوی چه هغه فاسق دروغژن چغلخور وی نودهغه د بی تحقیقه خبری منلونه ځان بچ کول ضروری دی - (فَاسِقٌ) مراد ددی نه هغه څوک دی چه ارتکاب د گناه کبیره ئی کړی وی اوصحیح توبه ئی نه وی کړی اومسلمان وی دروغ وئیل، چغلی کول، دمؤمنانوپه مینځ کښی فساد پیداکول داټول په کښی داخل دی - مفسرخازن وئیلی دی چه دا آیت عام دی نازل کړی شوی دی دپاره دبیان دتثبت اود اعتماد نه کولو په خبردفاسق باندی اوخطیب شربینی هم وئیلی دی چه نزول دآیت په باره د ولید رضی اللّه عنه کښی دی خوهغه فاسق وئیل دا کمزوری قول دی - وجه داده چه په دغه روایت چه ابن کثیراو نورو مفسرینو په سند سره نقل کړی دی لیکن سند ئی متصل نه دی اوپه البدایه کښی وئیلی دی چه اللّه تعالٰی ددی صحت باندی پوهه دی ص (۲۹۴) ج (۸) ابن عربی په العواصم و القواصم اودهغی په تعلیق کښی په دی باندی رد کړی دی (أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا) دا نقصان ذکرکوی د قبلولو دخبر دفاسق بغیر د تبیین نه (بِجَهَالَةٍ) مراد ددی نه بی خبری ده د حقیقت حال نه یااشاره ده چه په دی خبرد فاسق باندی بی تحقیقه عمل کول جهالت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل