أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ
دا هغه خلق دی چه لعنت کړی دی اللّه تعالٰی په دوی باندی نو کانړه ئی کړل دوی او ړندی ئی کړلی سترگی ددوی -
دا نورصفات دمنافقانو دی په دواړو آیاتونو کښی ئی پنځه ذکرکړی دی - اوپه دی کښی اشاره ده چه مقصد دقرآن صرف تلاوت د الفاظو نه دی بلکه تدبراو سوچ کول دی په معانی او مقاصدو او حکمتونو دهغه کښی او دارنگ سورة نساء (۸۲) کښی تیرشوی دی - یعنی دتدبرنه کولو حقیقی وجه داده چه ددوی په زړونوباندی جرندی وهلی شوی دی لکه جرنده (تاله) چه دروازه باندی اوهلی شی نودننه هیڅ څیز نشی داخلیدلی نو دارنگ ددوی زړونو ته دننه حق خبره نه داخلیږی -