فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ
نو یقیناً نزدی ئی تاسو که چیری مخ واړوئ چه فساد به اوکړئ په ملک کښی اوپری به کړئ خپلولی ستاسو -
مراد دتولیتم نه اعراض د کتاب اللّه تعالٰی او دجهاد نه دی دا قول دقتاده دی نوپه دی آیت کښی اشاره ده ناکاره نتائجوته د اعراض دکتاب اللّه او دجهاد نه یعنی که چیری تاسو دقرآن نه مخ واوړئ او جهاد پریږدئ نوپه ملک کښی به گناهونه او بغاوت او ناحق قتلونه ډیرشی اودا فساد دی او خپلولی به ختم شی یعنی په خپلوانوباندی به ظلم شروع شی په یوبل باندی به لوټ مارکیږی په شان دجاهلیت -
فائده: (أَرْحَامَكُمْ) قرطبی وئیلی دی چه ارحام دوه قسمونه دی اول عام دوهم خاص دی عام رحم یعنی تعلق ددین اسلام دی اوداد ټولو مسلمانانو حق دی اوخاص خوصرف دنسبی خپلوانو حق دی -