محمَّد ۱۲

إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ

یقیناً‌ اللّه تعالٰی به داخلوی هغه کسان چه ایمان راوړی دی او عملونه ئی کړی دی دسنت برابر جنتونوته چه بهیږی به لاندی دهغی نه ولی او کافران خو مزی اخلی (ددنیا) اوخوراک کوی لکه چه خوراک کوی څاروی او اور ځای ددیره کیدلو ددوی دی -

روستو د ذکر دحالاتو دفریقینو نه بشارت ذکرکوی یو فریق ته او تخویف دوهم فریق لره او دمؤمنانو یوحال او د کافرانو دری حالتونه ئی ذکرکړی دی (كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ) تشبیه په ډیرو څیزونو کښی ده په تلذذکښی، په فرق نه کولو دحرامو او حلالو کښی، په اول کښی بسم اللّه نه وئیل اوپه آخرکښی حمد او شکرنه کول، خوراک مقصد گنړل اودارنگ په ولاړه باندی خوړل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل