محمَّد ۱۱

ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ

دا ددی وجی نه چه یقیناً اللّه تعالٰی مددگار (دوست) د مؤمنانو دی اویقیناً کافران چه دی نیشته مددگار دهغوی -

دا سبب د ماقبل دی اود مؤمنانو یوحال او دکافرانو یوحال ذکرکوی (مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا) دقشیری نه نقل دی چه دا آیت کریمه د ډیر امید (دخوشحالئ) آیت دی ځکه چه اللّه تعالٰی خپل ولایت په عبادت کوؤنکو، وظیفو او ذکرکوؤنکو اوریاضت کوؤنکو پوری نه دی خاص کړی بلکه صرف مؤمنان ئی ذکرکړی دی اوددی آیت موافق اعلان د رسول اللّٰه ﷺ په احد کښی کړی وؤ، لنا المولٰی ولا مولٰی لکم، په جواب دقول د کافرانو کښی، لنا العزیٰ لا عزیٰ لکم -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل