سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ
ضرور کامیابوی دوی لره او ښائسته کوی حال ددوی -
په دی آیاتونو کښی دری حالات د مؤمنانو شهیدانو ذکرکوی دپاره دترغیب دقتال فی سبیل اللّه - روستو دمرگ نه دهدایت معنیٰ جنت ته رسول دی (عَرَّفَهَا لَهُمْ) د تعریف نه دی په معنیٰ دپیژند گلئ سره دی یعنی هرجنتی ته به خپل منزل اخودلی شی اوهغه به ئی پیژنی - یا د عَرَف نه دی په معنیٰ دخوشبویه کولو اوپه دی کښی نور توجیهات هم مفسرینو لیکلی دی -