فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ
نو کوم وخت چه مخامخ شئ د کافرانو سره (په میدان جنگ کښی) او اوهئ سټونه ددوی تردی چه هرکله ښه وینی توئی کړئ ددوی نو کلک کړئ تړل دهغوی نویا خو احسان اوکړئ احسان کول روستو (دتړلونه) اویا ترینه فائدی واخلئ ترهغی پوری چه کیږدی جنگ سامان خپل داخبره ده اوکه چیری اوغواړی اللّه تعالٰی نوبدله به واخلی په خپله ددوی نه اولیکن (تاسوته ئی حکم دقتال درکړو) ددی دپاره چه ازمیښت اوکړی د بعضی ستاسوپه بعضوسره اوهغه کسان چه اوژلی شو په لار د اللّه تعالٰی کښی نو هیچ چیری نه بی کاره کوی علمونه د هغوی -
دا تفریع ده په ماقبل دواړه قسمونو حالاتوباندی یعنی ای مؤمنانو هرکله چه ستاسو دغه اوچت حالات دی او ستاسو مقابله کښی کافران دی اودهغوی احوال دذلت دی ددی وجی نه هغوی لره قتل کړئ دپاره ددی چه دا ذلیل اوصاف د دنیا نه پورته شی (فَضَرْبَ الرِّقَابِ) اشاره ده چه مؤمن صرف دفع کوؤنکی نه دی بلکه رفع کوؤنکی دی ددی وجی نه لقیتم ئی نه دی وئیلی نودارنگ دقتل قصد کوؤنکو داسی اندام باندی گذارکوئ چه مقتول دهغه په وجه سره زر مړ کیدی شی اودغه اندام څټ دی چه دهغی په وجی سره دمرئ رگونه پری کړی شی (فَشُدُّوا الْوَثَاقَ) اشاره ده اگرچه مؤمن رافع دی (لری کوؤنکی دکافرانودی) لیکن مقصد په رفع کښی په خلقو باندی رعب اچول دی دپاره ددی چه بیا مؤمن مخی له نه راځی ددی وجی نه دډیر قتل نه روستو امرئی دقید کولو ورکړو (فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ) په دی جمله کښی حکمت ذکرکوی دفرضیت دقتال چه هغه ابتداء کول دی په بندگانوباندی او دا حکمت په ټولو فرائضو اِلٰهیو کښی دی -