فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَذَا عَارِضٌ مُمْطِرُنَا بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهِ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ
پس هرکله چه دوی اولیدله پلنه وریځ چه مخامخ راتلله ددوی میدانونو ته دوی اوئیل د اپلنه وریځ ده چه باران به اوروی په مونږ باندی (اوئیلی شو) بلکه دا هغه څیزدی چه تاسو په تلوار غوښتلو دا سیلئ ده په دی کښی عذاب دردناک دی -
دا ذکر دعذاب دهغوی دی په تفصیل سره (قَالُوا هَذَا) مفسرینو لیکلی دی چه د دوی باران څه موده بند شوی وؤ نوهرکله چه دوی وریځه اولیدله نودوی دخپل عقل موافق په هغی باندی خوشحالی ښکاره کړه چه اوس به باران اوشی یعنی د خپلو بد اعمالو سزا هیڅ خیال ئی هم اونه کړو (بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهِ) دا قول د اللّه تعالٰی دی په واسطه د هود علیه السلام سره یا داپه زبان حال سره دی - او استعجال ددوی په دی لفظ سره تیرشو فاتنا بما تعدنا (بِأَمْرِ رَبِّهَا) اشاره ده چه اسباب تاثیرنشی کولی بغیر د امر د اللّه تعالٰی نه (كَذَلِكَ) دا تخویف دی روستو مجرمانو ته -