الأحقاف ۲۳

قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللَّهِ وَأُبَلِّغُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ وَلَكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ

ده اوئیل یقیناً‌ علم (دعذاب) د اللّه تعالٰی سره دی او رسوم تاسو ته هغه پیغام چه رالیږلی شوی یم په هغی سره اولیکن زه وینم تاسولره داسی قوم چه ناپوهی کوئ -

(قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ) دا جواب دی دهغوی ددی قول فَأْتِنَا، اودا جواب دی په ترقئ سره یعنی عذاب راوستل خو لری خبره ده بلکه ماسره دهغی علم هم نیشته چه کله به وی او څه رنگ به وی اوپه دی کښی مقصد اظهار دشان درسول دی چه هغه غیب دان نه وی بلکه دهغه صفت دادی (وَأُبَلِّغُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ) چه مسئله دتوحید او تخویف بالعذاب دی (تَجْهَلُونَ) شرک کول، عذاب په تادئ سره غوښتل، عذاب په اختیار یا په علم د پیغمبر کښی گنړل دا ټول دجهل کارونه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل