وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنْذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
او یاد کړه (دوی ته) ورور د عادیانو کله چه ویره ئی ورکوله قوم خپل ته په احقاف ځای کښی او حال داچه تیرشوی وؤ ویره ورکوؤنکی مخکښی دده نه او روستو دده نه (په دی خبره) چه بندگی مه کوئ ده هیچ چا سیوا د اللّه تعالٰی نه یقیناً ویریږم زه په تاسو باندی دعذاب دورځی لوئ نه -
دا دلیل نقلی دی دپاره د تسلئ ورکولو نبی ﷺ ته لکه چه وصینا الانسان آه، کښی هم تسلی وه او داسی دا د تخویف دنیوی یومثال دی مشرکینو مکذبینو ته دپاره دعبرت د اخستلو - او تخصیص د عادیانو په ذکرسره ددی وجی دی چه ددوی بدنونه هم قوی وؤ بادشاهی ئی هم وسیع ده سرکشی ئی هم ډیره وه - او آبادی ئی هم پخی وی لیکن سره ددی دومره قوت نه هغوی د عذاب د اللّه تعالٰی نه بچ نه شول نودا مشرکین مکه او نورکافران به څه رنگ بچ شی (بِالْأَحْقَافِ) جمع د حقف ده د شگو ډیرئ ته وئیلی کیږی چه اوږده او غټه وی لیکن غرترینه نه وی جوړ شوی اودا یو علاقه د عمان نه تر مهره پوری -