الأحقاف ۲۰

وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُونَ

اوپه کومه ورځ چه پیش به کړی شی کافران په اورباندی (اوبه وئیلی شی) وړی دی تاسو خپلی مزی په ژوند دنیوی ستاسو کښی اوفائدی هم اخستلی دی په هغی سره نونن به بدله درکیدلی شی تاسو دعذاب دذلت (سپک والی) په دی وجی سره چه تاسو لوئي کوله په ملک کښی په ناحقه سره اوپه دی وجه سره چه تاسو حکمونه د اللّه تعالٰی نه منل -

دا تخویف اخروی دی اول سبب محرومیدل د طیباتو نه په آخرت کښی ذکرکوی اوهرکله چه ټول طیبات روک شی نو نتیجه ئی ذلت او سپکوالی وی ددی وجی نه (أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ) مراد دطیبات نه مزیدار خوراک خښاک پوشاک دی چه زړه ئی غواړی نو حاصلوی یامراد ددی نه ځوانی اوقوتونه خرچ کول دی په مزو حاصلولو ددنیا کښی او دآخرت دپاره هیڅ محنت نه دی کړی دوهم قول د ضحاک نه نقل دی او اکثرمفسرینو اول قول راوړی دی اوپه هغی کښی د عمررضی اللّه عنه ډیر روایات نقل کړی شوی دی -
فائده: دا آیت اگرچه صراحةً په باره د کافرانو کښی وارد دی خوبیا هم صحابه کرامو ددی نه خوف کوؤ دوجی دډیر تقویٰ نه نوکوم آیاتونه چه عام وی نومؤمنانو لره دهغی په باره کښی ضرور ویره په کار ده دا بهان دی نه کوی چه دا ځمونږ په باره کښی نه دی نازل شوی (بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ) استکبار په عقیده کښی دی په ارتکاب دکفر اوشرک سره اوفسق په عملونو کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل