وَمِنْ قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا كِتَابٌ مُصَدِّقٌ لِسَانًا عَرَبِيًّا لِيُنْذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ
او مخکښی ددینه کتاب د موسیٰ علیه السلام (نازل کړی شوی دی) پیشوا اورحمت اودا کتاب دی تصدیق کوؤنکی دی ژبه عربی ده دپاره ددی چه ویره ورکړی ظالمانولره او زیری دپاره دښائسته عمل کوؤنکو -
دا دلیل نقلی او ترغیب دی قرآن ته (إِمَامًا) یعنی په هغی کښی داسی دلیلونه دتوحید او دصدق د آخری رسول وؤ چه اقتداء دهغی ضروری وه (وَرَحْمَةً) یعنی په هغی کښی داسی عقیده او مسائل او احکام وؤ چه هغه عین رحمت د اللّه تعالٰی وؤ او دارنگ په هغی باندی عمل کول سبب دخاص درحمت د اللّه تعالٰی وؤ -