وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا لَوْ كَانَ خَيْرًا مَا سَبَقُونَا إِلَيْهِ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ
او وائي کافران مؤمنانو(ته ئی آوروی) که چیری دا حق وی نو مخکښی شوی به نه وؤ دوی مونږ نه دی ته اوهرکله چه پوهه نه لری په دی کتاب نو ضرور وائي دوی چه دا دروغ (جوړکړی شوی) زاړه دی -
دا بل زجردی په منکرینو دقرآن باندی - او طریقه د انکار داده چه کوم صحابه کرامو ایمان راوړی وو نو اکثرفقراء مسکینان وؤ متکبرینو به وئیل چه دوی خو کم عقل دی ددوی ایمان دلیل دحقانیت او خیریت نه دی بلکه دا که خیروی نو مونږ به ددوی نه وړاندی منلی وی ځکه چه مونږ هوښیار یو - اوس هم دشمنان دصحابه کرامو داسی وائي او ابن کثیر وئیلی دی چه څوک اهل سنت و الجماعة وی - (د هغوی په زړونو کښی عزت او احترام دصحابه کرامو دی) نو هغوی وائی کُلُ فِعْلٍ و قَوْلٍ لَمْ یَثْبُتْ عَنِ الصَّحَابَةِ فَهُوَ بِدْعَةٌ لِاَنَّهُ لَوْکَانَ خَیْرٌا لَسَبَقُوْنَا اِلَیْهِ لِاَنَّهُمْ لَمْ یَتْرُکُوُا خَصْلَةٌ مِّنْ خِصَالِ الخَیْرِ اِلَّا وَقَدْ بَادَرُوْا اِلَیْهَا (هرکار او وینا چه دصحابه کرامو نه ثابته نه وی نوهغه بدعت دی ځکه که دغه څیز ښه کاروی نو صحابوبه ځمونږ نه مخکښی کړی وی ځکه چه هغوی هیڅ خصلت دخیر د خصلتونو نه پریخودلی نه دی بلکه هغی ته ئی وړاندی والی کړی دی) او دا جمله د رد دبدعاتو (عقیدةً او عملاً) دپاره پوره قانون دی لکه تاویل په صفاتو د اللّه تعالٰی کښی، وسیلی په قبرونووالو سره عرس، عید دمیلاد النبی، حیله اسقاط او دجنازو بدعات وغیره که دا ښه کارونه وی نومونږ نه مخکښی صحابه کرامو کړی وی -