فَلِلَّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
نو خاص اللّه تعالٰی لره ستائینه د خدائي توب ده رب د آسمانانو او دځمکی دی رب د ټولو عالمینو دی -
دا هم دلیلونه عقلیه دی سره ددعوی دتوحید نه - اودارنگ دا تفریع ده په مضمون د ټول سورة باندی یعنی اللّه تعالٰی په آیات وحییه او عقلیه سره شریعت واضح کړی دی نو د اللّه تعالٰی حمد واجب دی په مخلوق باندی (وَلَهُ الْكِبْرِيَاءُ) په دی سره وهم د شرکت دفع کوی چه د اللّه تعالٰی په حمد کښی څوک شریک نشی کیدی ځکه چه کبریاء په اللّه تعالٰی پوری خاص ده یعنی عظمت، جلال، بقا سلطان، قدرت ټول په اللّه تعالٰی پوری خاص دی نوبل څوک دهغه سره په حمد او صفاتو کښی شریک نشی کیدی -