الجاثية ۳۵

ذَلِكُمْ بِأَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَغَرَّتْكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا فَالْيَوْمَ لَا يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ

دا ددوی وجی نه چه نیولی وو تاسو آیاتونه د اللّه تعالٰی ټوقی او دهوکه کړی وئ تاسو ژوند دنیوی نو نن به نشی ویستلی کیدلی د اور نه او نه به ددوی توبه قبوله کړی شی -

دا سببونه ذکرکوی د پاره د ماقبل یو سبب استهزاء په آیاتونو وحییه او عقلیه پوری کوم چه په دی سورة کښی ذکرشول او دوهم غفلت په سبب د حرص او محبت ددنیا چه دهغی دوجی نه قیامت ئی هیرکړو (وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ) دعتاب نه ماخوذ دی مراد ترینه ازاله د عتاب ده د اللّه تعالٰی سره په عذرقبلولو سره یا دعتبیٰ نه ماخوذ دی رجوع کول یعنی طلب دتوبی به ترینه نشی کیدلی

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل