فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِي رَحْمَتِهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ
نو هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعلمونه ئی دسنت برابرکړی دی نوداخل به کړی دوی رب ددوی په خاص رحمت خپل کښی دا کامیابی ښکاره ده -
په اول آیت کښی بشارت دی او مراد د جنت نه رحمت دی هرکله چه د مبطلینو خسران ئی ذکرکړی وؤ نودهغی مقابله کښی ئی مؤمنانو فوز مبین ذکرکړو اوپه دوهم آیت کښی تخویف دی او ذکر داسبابو د عذاب دی -