هَذَا كِتَابُنَا يَنْطِقُ عَلَيْكُمْ بِالْحَقِّ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنْسِخُ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
داکتاب ځمونږ دی خبری به کوی په تاسو باندی په حق سره یقیناً مونږ لیکل په ملائکوباندی هغه عملونه چه تاسو کول -
دا قول ملائکو یا د اللّه تعالٰی دی او يَنْطِقُ، یعنی هغه کتاب به په خپله شهادت ورکړی په دلیل حٰم سجده (۲۱) سره یاداچه دوی ئی اوگوری او ددوی عملونه په کښی لیکل شوی وی نوداسی شوه گویاکه هغه کتاب ناطق شو لکه سورة مؤمنون (۶۷) اوسورة کهف (۴۹) کښی نَسْتَنْسِخُ، په صیغه د استفعال سره ذکرشو یعنی اللّه تعالٰی امرکوؤ ملائکوته د لیکلو د عملنامی لکه سورة ق (۱۸) اوسورة انفطار (۱۱) -