مِنْ وَرَائِهِمْ جَهَنَّمُ وَلَا يُغْنِي عَنْهُمْ مَا كَسَبُوا شَيْئًا وَلَا مَا اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
مخی ددوی ته جهنم دی اونشی اړولی ددوی نه هغه عملونه چه دوی کړی دی هیڅ عذاب اونه هغه معبودان چه دوی نیولی دی سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران اودوی لره عذاب دی لوی شان والا -
(وَلَا يُغْنِي عَنْهُمْ) هرکله چه مخالفت کوؤنکی د حق دوه قسمونه دی یو دنیاپرست سرمایه داران، نودهغوی خیال دادی چه په مالونو گټلوسره دعذاب نه نجات حاصلیږی اودوهم پیرپرست، قبرپرست، بت پرست دهغوی عقیده داوی چه ځمونږپیران بزرگان به مونږه بچ کوی نوپه دی جمله کښی داول قسم خلقو تردید ئی اوکړو اوپه دوهمه جمله کښی (ولاماتخذوا من دون اللّه اولیآء) کښی د دوهم قسم تردید ئی اوکړو -
فائده: په دی آیاتونو کښی شپږاوصاف قبیحه اوشپږ عذابونه ئی ذکرکړی دی اودعذاب په صفت کښی اول أَلِيم، ذکرکړو ځکه چه دغه سړی په دنیا کښی په اصرار او تکبرکولو سره په وخت دآوریدلوکښی د قرآن بیانوؤنکی ته ډیر درد رسولی دی اودوهم دعذاب په صفت کښی مُهِين، ذکرکړو ځکه چه په استهزاء کولو سره دقرآن او دقرآن والا اهانت کړی دی نودده سزا به اهانت وی او دریم صفت ئی عظیم، ذکرکړی دی اشاره ده چه دا عذاب په دوی باندی دهرجهت نه په هره زمانه کښی په هراندام ددوی باندی احاطه کوؤنکی دی -