وَإِذَا عَلِمَ مِنْ آيَاتِنَا شَيْئًا اتَّخَذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ
اوکله چه پوهه شی د آیاتونو ځمونږنه په یو څیز اونیسی هغه لره ټوقی دغه کسان دوی لره عذاب ذلیلوؤنکی دی -
په دی آیت کښی زجراوتخویف او شپږم وصف قبیحه دی (إِذَا عَلِمَ) ددی دوه توجیه دی اول داچه کله پوهه شی چه دا دقرآن آیت دی نوپه هغی پوری ټوقی کوی دضد او عناد او دجهل دوجی نه - دوهمه داچه کله چه دیو آیت په مقصد باندی پوهه شی مثلاً آیت کښی رد دشرک دی نوپه هغی پوری ټوقی کوی -