الدخان ۴۱

يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَنْ مَوْلًى شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ

داسی ورځ چه نه به شی دفع کولی یو دوست د بل دوست نه هیڅ مصیبت اونه به دوی سره مدد کیدی شی -

په اول آیت کښی د یوم الفصل هیبت ئی ذکر کړی دی په دوه طریقو سره چه دوست به د دوست په کار نه راځی او ددوی سره به د اللّه تعالٰی دطرف نه مدد نشی کیدی - دوهم آیت کښی استثناء ده - (إِلَّا مَنْ رَحِمَ اللَّهُ) مراد ددی نه مؤمنان دی دوی دیوبل دپاره شفاعت کولی شی په اذن د اللّه تعالٰی او اللّه تعالٰی به په خپله هم بغیر د شفاعت د شافعینو نه دبعضو سره امداد کوی

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل