الدخان ۴۰

إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ مِيقَاتُهُمْ أَجْمَعِينَ

یقیناً ورځ دفیصلی مقرر وخت ددی ټولو دی -

ددی آیت نه ترآخر دسورة پوری دوهم باب دی په دی باب کښی تخویف اخروی تفصیلی مشتمل دی په دیارلس امورو باندی اوبیا بشارت اخرویه تفصیلیه هغه هم مشتمل دی په دیارلس امورو باندی اختتام دسورة دی په ترغیب الی القرآن اوتخویف دنیوی باندی - په دی (۴۰) کښی دقیامت نوم یوم الفصل ذکرکړی دی - یعنی جدائی به راولی په مینځ دمؤمن او کافرکښی اشاره ده چه په دنیائی عذاب کله کله مؤمنان او کافران شریک وی لیکن دقیامت په ورځ کښی به بالکل جدا جدا وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل