وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ
اونه دی پیدا کړی مونږ آسمانونه او ځمکه اوهغه چه په مینځ ددی کښی دی چه لوبی کوؤنکی یو -
دا هم رد دی په انکارد بعث بعدالموت باندی په طریقه د استدلال سره یعنی که چیری داسی وی چه خلق په یوبل ظلمونه کوی اود اللّه تعالٰی سره شرک کوی - اودهغه د نعمتونو ناشکری کوی او ددوی دسزا دورکولو دپاره څه مستلقه ورځ نه وی دارنگ څوک مصلحان وی او څوک مفسدان وی او ددوی دفرق جزا او سزا یو ورځ اوجنت او جهنم نه وی نو معلومه به شی چه د عالم ښکته بره او مینځ اللّه تعالٰی بی فائدی پیدا کړی دی لیکن اللّه تعالٰی د عبث او دلعب کولو نه پاک دی نودوهم آیت کښی دهغی نتیجه ذکر کړی ده چه دا عالم دحق دپاره پیدا شوی دی -