الدخان ۳۷

أَهُمْ خَيْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ أَهْلَكْنَاهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ

آیا دوی غوره دی یا قوم د تبع او هغه کسان چه ددوی نه مخکښی وؤ هلاک کړل مونږ هغوی یقیناً‌ هغوی وؤ مجرمان -

دا رد دی ددوی په انکار باندی په طریقه دتخویف سره - او مثال د تخویف ئی شروع کړی دی د قوم تبع نه اشاره ده چه آخری قوم چه هلاک شوی دی هغه قوم تُبَّع وو یاددی وجی چه دوی مشرکین عرب ته ‌ډیر نزدی وؤ (أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ) خیریت په ډیروالی د مال اودقوم اود نورو نعمتونو او عزتونو دنیوو دی - دتُبع په باره کښی دمفسرینو دوه قولونه دی اول داچه دا ټول بادشاهان د یمن مراد دی هریو ته تبع وئیلی کیدلو لکه چه اسلامی بادشاه ته خلیفه وئیلی کیږی - او دوهم قول دادی چه دا په هغوی کښی یو خاص بادشاه وؤ چه هغه ته اسعد ابوکریب الحمیری وئیلی کیدلو دقتادة نه نقل دی چه ده به د اور عبادت کوؤ اودارنگ قوم دده هم - لیکن ده اسلام راوړلو او خپل قوم ئی اسلام ته راوبلل لیکن هغوی مخالفت اوکړو نوهغوی باندی عذاب راځی اودی بچ شو او دده دوه لونړه هم وی چه توحید ئی قبول کړی وؤ هغوی هم بچ شوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل