الدخان ۲۵

كَمْ تَرَكُوا مِنْ جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ

ډیر پریخودل دوی د باغونونه او دچینونه -

روستو دغرق کیدلو نه دهغوی دمالونو حال ذکرکوی اوپه دی کښی اشاره ده چه هغوی ټول غرق شول اودارنگ اشاره ده چه غرق ددوی په معنیٰ ئی حقیقی سره وؤ په معنیٰ مجازی سره (تاوان) نه دی (وَنَعْمَةٍ) دا لفظ شامل دی ټول ددنیا هغه مالونو ته چه سبب وی دخوشحالئ او مستئ او دتکبر (قَوْمًا آخَرِينَ) مراد هغه کمزوری خلق دی چه د لښکرد فرعون په مصر کښی روستو پاتی شوی وؤ - یا مراد ترینه بنی اسرائیل دی چه بنی اسرائیل په زمانه د داؤد علیه السلام کښی دغه ملک ته واپس راغلل او د هغی مالونو وراثان شول لکه سورة اعراف (۱۳۷) کښی دیته اشاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل