وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا إِنَّهُمْ جُنْدٌ مُغْرَقُونَ
او پریږده دریاب اولاړ یقیناً دوی لښکردی غرق کړی شوی -
په دی کښی اشاره ده د ذریعه د نجات د بنی اسرائیلو او طریقه دعذاب د فرعونیانو ته - او اختصار دی په عبارت کښی یعنی امرئی ورته اوکړو چه دریاب په عصا سره اووهه نوپه هغی کښی دولس لاری کولاؤ کولاؤ جوړی شوی اواوبه په خپل ځایونو باندی اودریدلی - هرکله چه بنی اسرائیل پوری لاړل نو موسیٰ علیه السلام اراده اوکړه دا دریاب دی اوس په خپله روان شی دی دپاره چه فرعونیان په مونږ پسی رانشی نو اللّه تعالٰی حکم اوکړو واترک البحر -