رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا إِنْ كُنْتُمْ مُوقِنِينَ
رب د آسمانونو او د ځمکی او دمینځ ددی دواړو که چیری تاسو یقین کوئ -
مخکښی ئی دری صفتونه ذکرکړی دی او په دی دواړه کښی شپږ نور ذکرکوی - اومقصود په دی کښی اثبات دتوحید دی او اظهار د عظمت د اللّه تعالٰی دپاره دعظمت د قرآن دی -