رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
د وجی د رحمت د ستا درب دطرف نه یقیناً هغه هرڅه آوری په هرڅه باندی پوهه دی -
دا ترغیب دی چه نازلول دقرآن او انذارکول او رسول رالیږل دا ټول درب دطرف نه خاص رحمت دی - اودارنگ دا جمله خلاصه دقرآن او د انذار او درسالت ده چه دا توحید دی - ددی وجی نه په روستو دوه آیاتونو کښی د تاکید ددی مسئلی دپاره نورصفتونه په طریقه د استدلال ذکرکوی اودا اسماء وصفات ئی نهه ذکرکړی دی -