الدخان ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حم

حا میم -

سورة الدخان

ربط: ددی سورة دماقبل سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجهه داده چه په هغه سورة کښی رد وؤ په دلیلونو د مشرکانوباندی نوپه دی سورة کښی ویره دعذاب دنیوی ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی ذکر دمعرضینو د قرآن وؤ نوپه دی سورة کښی عظمت دقرآن او مقصد د قرآن ذکرکوی - دریمه وجه داده چه په هغه سورة کښی رد وؤ په دلیلونو دمشرکانو باندی نوپه دی سورة کښی ویره د عذاب دنیوی ذکر کوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی ذکر دقباحت د معرضینو دقرآن وؤ نو په دی سورة کښی عظمت دقرآن او مقصد د قرآن ذکرکوی - دریمه وجه داده په هغه سورة کښی تکبردفرعون په موسیٰ علیه السلام باندی ذکر کړی وؤ اوس په دی سورة کښی کرامت د موسیٰ علیه السلام او د بنی اسرائیلو ذکرکوی -

دعویٰ د سورة داده:

تخویف دنیوی منکرینو او معرضینو دقرآن ته دی په (۱۱۰،۵۹) کښی او ذکر دعظمت دقرآن او ذکر د عظمت د اللّه تعالٰی په اسماء اوصفاتو د هغه سره دی -

خلاصه د سورة:

په دی سورة کښی دوه بابونه دی اول باب تر (۴۰) پوری دی په دی کښی صدق دقرآن او ذکردمقصد دقرآن چه توحید د اسماؤ اوصفاتو دی - بیا تخویف دنیوی دی په ذکر ددخان او د بطشم الکبریٰ سره بیا واقعة دفرعون نمونه ده دپاره ددعوی د سورة او ذکر دنعمتونو په بنی اسرائیلو باندی بیا زجر او تخویف په سبب د انکار د بعث بعدالموت سره -

تفسیر

په دی کښی هغه تفسیردی چه دسورة زخرف په اول کښی ذکر شوی دی (الْمُبِينِ) په دی سورة کښی ابانت ‌په ذکرد عذابونو سره دی او سورة زخرف کښی ابانت په دلیلونو او په جواب د شبهاتو سره وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل