فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلَامٌ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
نومخ واړوه ددوی نه او اوایه سلام دی د جدائی نوزرده چه دوی به پوهه شی -
دا تفریع ده په عناد دمنکرینوباندی او حکم دمعانیدونو دی چه هغه برائت او قطع تعلق دی - (فَاصْفَحْ) مرا د صفح نه اعراض کول دی ددوی د محبت او دوستانی نه یا ددوی د سب وشتم نه او دا معنیٰ منسوخ نه ده بلکه دا اخلاق د مبلغ په د دعوت کښی ضروری دی (وَقُلْ سَلَامٌ) دیته سلام تودیع او متارکه وئیلی کیږی سلام تحیه نه دی ځکه چه مشرکانو باندی سلام تحیه جائز نه دی -