سُبْحَانَ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ
پاک دی رب دآسمانونو او د ځمکی رب دعرش دهغه خبرونه چه دوی بیانوی (دهغه په باره کښی) -
داهم تردید دی په اتخاذالولد باندی په بله طریقی سره هغه دادی چه دصفت دربوبیت د عالمینو او اتخاذ ولد په مینځ کښی تضاد دی ځکه ولد که حقیقتاً شی نو مستلزم دی احتیاج لره او رب العالمین محتاج نشی کیدی او دری اطراف دعالم ئی ذکرکړی دی عرش چه اوچت دی او ځمکه چه کوزه ده او آسمانونه چه په مینځ کښی دی یعنی اللّه تعالٰی په هیڅ جزء ددنیا کښی ولد (نائب) ته محتاج نه دی -