قُلْ إِنْ كَانَ لِلرَّحْمَنِ وَلَدٌ فَأَنَا أَوَّلُ الْعَابِدِينَ
ته اوایه که چیری وی د رحمان دپاره ولد نو زه به ووم اول بندگی کوؤنکی د هغه -
په دی آیت کښی در دعقیدی د ولد دی د اللّه تعالٰی دپاره د سورة د اول (۱۵) سره تعلق لری یا د (۴۵) سره متعلق دی یعنی که مشرکان اوائي چه مجعول اِلٰه نیشته لیکن ولد د اللّه تعالٰی شته نوعبادت دهغه جائز شو نوپه دی آیت کښی دهغی رد دی په دی کښی ډیر احمالات دی ددی یو معنیٰ داده که چیری بالفرض درحمان دپاره ولد وی نو زه به اول عبادت کوؤنکی ددغه ولد وی وجه د ملازمی داده چه تعظیم د ولد د رحمان فرض دی په شان دتعظیم درحمان اود فرض په ادا کولو کښی خو زه ستاسو نه مخکښی یم زه د اللّه تعالٰی مقرب رسول یم - لیکن تالی باطل دی یعنی زه خود اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چا عبادت نه کووم نو معلومه شوه چه مقدم باطل دی یعنی ولد د اللّه تعالٰی نیشته - او دوهمه معنیٰ داده که چیری د رحمان ولد وی نو زه به هم درحمان عبادت کوؤم او د ولد ئی نه کووم وجه دملازمی داده چه زه عبادت په امر د اللّه تعالٰی سره کوؤم او اللّه تعالٰی مونږته داسی امرنه دی کړی چه فلانی ځما ولد دی او دده عبادت به کوئ -