وَجَعَلُوا الْمَلَائِكَةَ الَّذِينَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَنِ إِنَاثًا أَشَهِدُوا خَلْقَهُمْ سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ
اوگنړی دوی ملائک هغه چه بندگان د رحمان دی زنانه آیا دوی لیدلی دی پیدائش دهغوی خامخا لیکلی کیږی بیان ددوی او تپوس ترینه کیدی شی -
مخکښی زجر وؤ په دی خبره چه ملائکوته ئی بنات د اللّه تعالٰی وئیل اوس زجردی چه ملائکو ته مؤنث وائي اود هغوی صفتونه په تانیث سره کوی (الَّذِينَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَنِ) دا صحیح عقیده ده په باره دملائکو کښی په جواب دهغه چاچه تپوس اوکړی چه ملائک مذکردی او که مؤنث دی اودا رد دی په هغه کسانو چه ملائک معبود گنړی (إِنَاثًا) لکه چه فارسئ کښی یو ملک ته فرشته وائی اوپه پښتوکښی ورته فریښته یا ملائکه وائی نودا الفاظ هم مؤنث دی ددی الفاظو استعمال جائز نه دی صحیح داده چه هغوی بندگان د اللّه تعالٰی دی (وَيُسْأَلُونَ) یعنی دوی نه په دی دلیل تپوس کیدی شی چه تاسو په څه وجه بی دلیله خبری پسی روان وئ - شربینی وئیلی دی دا دلیل دی چه قول بی دلیله منکرکار دی او تقلید حرام دی سبب دډیری بدئ دی -