أَوَمَنْ يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ وَهُوَ فِي الْخِصَامِ غَيْرُ مُبِينٍ
آیا (دوی نسبت کوی اللّه تعالٰی ته) دهغه چاچه پالنه ئی کیدی شی په کالو کښی اوحال داچه هغه په حالت د جگړه کښی صفا خبره نشی کولی -
په دی آیت کښی زجردی په بله طریقی سره یعنی زنانه ضعیف جنس دی په نسبت دنارینه نوڅه رنگ دهغی ضعیف جنس هغه ذات ته نسبت کوئ چه علیم، او قدیردی اوضعف ئی په دوه طریقی سره ذکرکوی یو ضعف دزینت د زنانه دی ځکه چه زنانه بغیرد کالو نه بی ډوله ښکاریږی اونارینه په خپل زینت کښی کالوته محتاج نه دی دوهم ضعف دکلام او دمقابلی کولو په خبروکښی چه دحیا دوجی نه خپل مقصد او دلیل پوره نشی ښکاره کولی (أَوَمَنْ يُنَشَّأُ فِي الْحِلْيَةِ) دا دلیل دی چه دزنانه دپاره کالی دسپینو او سرو جائزدی او احادیث په دی کښی وارد دی اوکوم احادیث چه د سروزرو د استعمال د منع په باره کښی راغلی دی هغه د بعضی محدثینو په هغه حالت حمل دی - چه زکوٰة ئی نه ادا کوی اود بعضی په نیز حمل دی په خلاف اولٰی اوپه حالت د اسراف باندی -