الزخرف ۱۳

لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ

دپاره ددی چه برابرشئ په شاگانو دهغی باندی بیابه یاد کړئ نعمت د رب ستاسو کله چه برابر کینی په هغی باندی او اوبه وائی پاکی ده هغه ذات لره چه تابع گرځولی ده مونږ دپاره دا اونه وؤ مونږ دی لره قابو کوؤنکی -

په دی کښی تعلیم د ادب سورلئ دی دپاره ددی چه انسان په هیڅ وخت کښی او خاص دسورلئ په وخت (چه هغه اکثردهلاکت وخت وی یا سبب دتکبراو د لوئی وی) اللّه تعالٰی لره هیر نه کړی او دهغه توحید اود هغه نعمتونه او قدرتونه هروخت یاد اوساتی او حالت دمرگ لره هم یاد لری - اودا ادب په ژبه سره هم په حدیث سره ثابت دی اوپه زړه کښی هم دا عقیده ساتل فرض دی - سنت طریقه داده چه په رکاب کښی خپه کیدی نواول به بسم اللّه اوائی بیابه اللّه اکبر اوائي اوچه سورلئ باندی کینی نو الحمدِللّه به اوائي‌ دیته اشاره ده په دی قول کښی ثم تذکرو نعمة ربکم اذاستویتم علیه، اوبیا به سبحان الذی اه اوائی (وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ) په دی جمله کښی یاداشت د مرگ دی په طریقه دقیاس سره په حالت دسورلئ باندی یعنی لکه چه اوس د انسان په سورلئ باندی سوردی اویوطرف ته روان دی نوداسی به یووخت دخلقو په اوگو باندی سوروی اودمقبری په طرف به روان وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل