وَالَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنَ الْفُلْكِ وَالْأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُونَ
او هغه ذات دی چه پیدا کړی دی جوړئ ټولی او جوړی کړی دی ستاسو دپاره دکشتو او څاروؤ نه هغه چه تاسو پری سورلی کوئ -
دا څلورم دلیل عقلی دی په دی کښی دوه انعامات عامه ذکر کړی دی (الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا) دا لفظ شامل دی حیواناتو او نباتاتو او اوصافو او اطرافو او زمانیاتو او مکاناتو ټولو ته مذکر مؤنث، خوږ تریخ، سپین تور، بره ښکته، ښی طرف گس طرف آسمان ځمکه، ماضی او مستقبل، اوړی ژمی، سپرلی خزان، شپه او ورځ، رنړا او تیاره، جنت او دوزخ، خیراوشر، فقراو غناء، ایمان اوکفروغیره -