الشورىٰ ۴۸

فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً فَرِحَ بِهَا وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ فَإِنَّ الْإِنْسَانَ كَفُورٌ

نوکه چیری دوی مخ واړه وؤ نو نه ئی لیږلی مونږ ته په دوی باندی حفاظت کوؤنکی نیشته په تاباندی مگر رَسَوَل دی او یقیناً‌ مونږ کله چه اوڅکوؤ مونږ انسان ته دخپل طرف نه رحمت لوئي کوی په هغی باندی اوکه چیری اورسیږی دوی ته مصیبت په وجه دهغه علمونو چه مخکښی لیږلی دی لاسونو ددوی نویقیناً‌ انسان ناشکره دی -

دا مقابل د استجیبوا دی اوزجردی اعراض کوؤنکوته او تسلّی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (وَإِنَّا إِذَا أَذَقْنَا الْإِنْسَانَ) دا زجردی اوبیان د حالت د اعرض کولو دی یعنی په حالت دنعمت کښی اعراض په طریقه د تکبر سره کوی اوپه حالت دمصیبت کښی اعراض په طریقه د کفران سره کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل