الشورىٰ ۴۷

اسْتَجِيبُوا لِرَبِّكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ مَا لَكُمْ مِنْ مَلْجَإٍ يَوْمَئِذٍ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَكِيرٍ

قبول کړئ‌ حکمونه د اللّه تعالٰی مخکښی ددی نه چه رابه شی یو ورځ نه به وی واپسی دهغی دطرف د اللّه تعالٰی نه نه به وی تاسولره ځای دپناهئ په دغه ورځ کښی اونه به وی تاسو لره هیڅ انکار فائده مند -

په دی آیت کښی دعوت دی هغه څیزته چه په هغی سره نجات حاصلیږی دهغه عذابونو نه چه په مخکښی آیاتونو کښی ذکرشو (اسْتَجِيبُوا) مراد ددی نه استجابت د دعوی دسورة دی اوپوره انقیاد د احکامو د اللّه تعالٰی (لَا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ) یعنی اللّه تعالٰی ئی نه واپس کوی نوبل څوک ئی هیڅ چیری نشی واپس کولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل