وَمِنْ آيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
او بعضی دلیلونو دتوحید نه شپه او ورځ او نمراو سپوږمئ دی سجدی مه کوئ نمرته اونه سپوږمئ ته او سجده خاص کوئ اللّه تعالٰی ته هغه اللّه تعالٰی چه پیدا کړی دی دا که چیری تاسو خاص هغه لره بندگی کوئ -
په دی آیت کښی دلیل عقلی په توحید باندی ذکرکوی او اشاره ده چه داعی اگرچه غصه شی نو اعوذباللّه وئیلونه روستو دی دلیلونه پیش کوی (وَمِنْ آيَاتِهِ) په دی کښی اشاره ده چه دلیلونه دتوحید بی شماره دی (لَا تَسْجُدُوا) رد دی په هغه مشرکین باندی چه دنمر اوسپوږمئ عبادتونه کوی لکه چه قوم د ابراهیم علیه السلام وؤ دارنگ بلقیس او قوم دهغی وؤ او حدیث کښی وارد دی چه دنمر دطلوع او غروب په وخت کښی عبادت کوؤنکی دشمس هغی ته سجدی لگوی او دا هغه خلق دی چه درنړا عبادت کوی نودا په اصل کښی د مجوسیانو یوه ډله ده -