حٰمٓ السجدة ۳۶

وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

اوکه چیری اورسیږی تاته د شیطان دطرف نه چوکه نوپناهی غواړه په اللّه تعالٰی سره یقیناً هغه هرڅه آوری په هرڅه پوهه دی -

په دی آیت کښی بل ادب ذکرکوی دپاره دداعی (وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ) یعنی هرکله چه مخالفین سب وشتم کوی نو شیطان انسی یا جنی تاته وسوسه اوکړی چه ته هم ورته کنځل اوکړه اوجگړی ته دی آماده کوی (فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ) د استعاذه باللّه قرآن کښی په دوه حالتونو کښی امردی اول په وخت د شروع کولو دقرائت دقرآن کښی لکه سورة نحل (۹۸) اودوهم په وخت د غضب او غصه کیدلو کښی لکه چه سورة اعراف (۲۰۰) کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل