حَتَّى إِذَا مَا جَاءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
ترهغی پوری چه کله راشی اورته گواهی به اوکړی په دوی باندی غوږونه ددوی او سترگی ددوی اوڅرمنی ددوی په هغه عملونو باندی چه دوی کول -
او دوی به اوائي څرمنو خپلوته ولی گواهی اوکړه تاسو په مونږباندی دوی به اوائی گویائیی راکړه مونږته اللّه تعالٰی هغه ذات چه گویائی ورکړی ده هرڅیزته او هغه پیدا کړی ئی تاسو اول ځل اوهغه ته به اوگرځولی شئ تاسو - تخصیص د څرمنو ئی اوکړو ددی وجی نه چه دغوږونو او دسترگوسره خطاب نشی کیدی او باقی اندامونه سره مخاطبه کیدی شی اوبله وجه دا چه جلود ټولو اندامونو ته شامل دی -