وَيَوْمَ يُحْشَرُ أَعْدَاءُ اللَّهِ إِلَى النَّارِ فَهُمْ يُوزَعُونَ
اوپه کومه ورځ چه جمع به کړی شی دشمنان د اللّه تعالٰی اورته نودوی به تقسیم شی په ډلو ډلو -
روستو دتخویف دنیوی نه تخویف اخروی ذکرکوی (أَعْدَاءُ اللَّهِ) هرمشرک او کافر او د اللّه اودرسول دحکم مخالفت کوؤنکی په دی لفظ کښی داخل دی لیکن هغه خلق چه دقرآن نه اعراض کوی اونه ئی آوری اونورخلق ترینه منع کوی دا اول نمبردشمنان د اللّه تعالٰی دی په دی سورة کښی داصفت والا خلق ذکرشوی دی ددی وجی نه خاص په دی سورة کښی اعداء اللّه ئی وصف ذکرکړی دی (يُوزَعُونَ) یعنی روستو دجمع کولو نه به په مختلف ډلوکښی تقسیم کړی شی اواورته به داخل کړی شی -