المؤمن ۷۹

اللَّهُ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَنْعَامَ لِتَرْكَبُوا مِنْهَا وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ

اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی دی تاسو لره څاروی ددی دپاره چه سورلی کوئ په بعضی دهغونه او بعضی دهغو نه تاسو خورئ -

په دی آیاتونو کښی نور دلائل عقیله په ذکر دنعمتونو سره ذکرکوی په اول آیت کښی ئی دڅاروؤ نه دوه لوی فائدی ئی ذکرکړی دی چه سورلی او خوراک دی - اودوهم کښی ئی دری نعمتونه ذکر کړل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل