المؤمن ۷۸

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَنْ قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُمْ مَنْ لَمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ أَنْ يَأْتِيَ بِآيَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ

اویقیناً لیږلی دی مونږ رسولان مخکښی ستانه بعضی ددوی هغه څوک دی چه بیان کړی دی مونږ په تاباندی اوبعضی هغه دی چه نه دی بیان کړی مونږ په تاباندی او نیشته په اختیار درسول کښی چه راوړی هیڅ معجزه مگرپه حکم د اللّه تعالٰی هغه وخت چه راشی حکم د اللّه تعالٰی فیصله به اوکړی شی په حقه سره اوښکاره شو دغه وخت تاوان د باطل پرستو خلقو -

دا څلورمه تسلی ده په ذکر دتکالیفو د انبیاؤ سابقینو سره اشارةً اوپنځمه تسلی جواب دسوال دمنکرینو دی چه ته رسول ئی نومونږ ته هغه معجزی راوړه کوم چه مونږ طلب کوو جواب دادی (وَمَا كَانَ لِرَسُولٍ) اوهم داسی ذکرشوی دی په سورة رعد (۳۸) اوسورة ابراهیم (۱۱) کښی اوپه دی آیت کښی دلیل نقلی اجمالی دی د انبیاء علیهم السلام نه(وَخَسِرَ هُنَالِكَ) خسران ددوی په اصل کښی په وخت د ناکاره عملونو کښی وو لیکن په هغه وخت دوی ته خپل خسران نه ښکاره کیدلو اوپه وخت دعذاب کښی خسران ښکاره شو ددی وجی نه د هنالک تخصیص ئی اوکړو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل