المؤمن ۴

مَا يُجَادِلُ فِي آيَاتِ اللَّهِ إِلَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِي الْبِلَادِ

جگړه نه کوی په آیاتونو د اللّه تعالٰی کښی مگر کافران نو دهوکه دی نه کړی تالره گډوډ گرځیدل ددوی په ښارونو کښی -

دا زجردی مجادلینوته اودا دوهم عنوان دی چه په قرآن او ددی په مقصد کښی چه توحید دی څوک جگړی کوی نوهغه کافروی اوحدیث مرفوع کښی ذکردی چه جدال په قرآن کښی کفردی اوبل حدیث روایت دی چه دا جدال سبب دهلاکت د مخکنو خلقودی - اومراد د جدال نه طعن کول په قرآن کښی چه داسحر دی شعردی کهانت دی وغیره اوپه دی باندی شبهات او اعتراضونه کول دی اودی ته جدال بالباطل وئیلی کیږی اوپه دی سورة کښی داپه مختلف تعبیراتو سره ذکر دی په (۵۶،۳۵،۵) کښی - (فَلَا يَغْرُرْكَ) په دی کښی جواب دوهم دی که دا مجادلین کافروی نوپه دنیا کښی ددوی مزی او مالداری ولی ده جواب اوشو چه دا مزی نه دی بلکه تَقَلُّبُ، دی - یعنی اگرچه ددوی جائیدادونه اوتجارتونه او لښکری وغیره ډیردی لیکن دا سبب دپریشانئ اود تکلیفونو دی اطمینان ورله نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل