قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ مُخْلِصًا لَهُ الدِّينَ
ته اوایه یقیناً حکم کړی شوی دی ماته چه بندگی کوؤم د اللّه تعالٰی چه خالص کوؤنکی یم هغه لره بندگی -
دا وحی دلیلونه دپاره د دعوی دسورة دی چه توحید فی العبادت دی اودی ته طریقی دتعلیم وئیلی کیږی اوجواب دسوال دی یعنی هرکله چه موحد هجرت کوی نومشرکین سوال کوی چه هجرت ولی کوی نودی به اوائي چه ماموریم په توحید فی العبادت سره اوهغه په دی ملک کښی مشکل دی ځکه هجرت کوؤم بیا سوال اوشو چه اعمال قلبیه پټ کیدی شی هغه کوه لیکن ظاهری اعمال مه کوه نوهجرت ته حاجت نه راځی نودی به جواب اوکړی (وَأُمِرْتُ لِأَنْ أَكُونَ أَوَّلَ الْمُسْلِمِينَ) مراد اسلام نه ظاهری عملونه دی چه دا هم ماموربها دی دا زه نه شم پریخودلی - بیا سوال راغی چه اگرچه تاته امرشوی دی لیکن کیدی شی چه دا امردوجوب دپاره نه وی نومخالف کول ترینه جائزدی نوجواب به اوشی په دی جملی سره (قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ) یعنی ددی امرخلاف کول سبب دلوی عذاب دی - بیاروستو دسوال جواب نه بیان دجداوالی دلاری دمؤحد او دمشرک دی په دی لفظ سره (قُلِ اللَّهَ أَعْبُدُ مُخْلِصًا لَهُ دِينِي) -