قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ
ته اوایه ای بندگانو ځما هغه کسان چه ایمان ئی راوړی ویره کوئ درب خپل نه دپاره دهغه کسانو چه اخلاص ئی کړی دی په دی دنیا کښی ښائسته حال دی او ملک (ځمکه) د اللّه تعالٰی فراخه ده یقیناً پوره به ورکیدی شی صابرانو ته ثواب دعملونو دهغوی بی حسابه -
هرکله چه بیان کړی شو اوچت شان دایمان والو اوس دهغوی فرائض ذکرکوی - تقویٰ ، احسان، هجرت، صبراو په دی باندی بشارت بیانوی (قُلْ يَا عِبَادِ) دا امردی رسول اللّٰه ﷺ ته په رسولو د خطاب د اللّه تعالٰی سره مؤمنانوته ځکه چه کلام درسول کلام دمرسل وی یعنی اوایه ای رسوله ځما د طرف نه (چه اللّه تعالٰی وائي) ای بندگانو ځما - اوقول دجاهلانو غلط دی چه هغوی وائي چه ددی آیت نه معلومه شوه چه مونږه مؤمنان بندگان درسول یو ځکه دا ددی سورة ددعوی نه خلاف هم راځی چه فاعبداللّه مخلصاً له الدین، نو داقول دجاهلانو تحریف او اثبات دشرک دی (وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ) دا ترغیب دی هجرت کولو ته یعنی هرکله چه امر دتقویٰ اوترغیب احسان ته ذکرکړی شو نووهم راغی چه بعضی وخت په یو ملک کښی په دی عمل کول گران شی نوخلاف کول به جائزوی؟ نوجواب اوشو چه خلاف به نه کوی بلکه هغه ملک دی پریږدی په هجرت کولوسره اوهرکله چه دهجرت په تکالیفوباندی صبرکولو ته ضرورت دی نوورپسی جمله کښی دهغوی بشارت ذکرکړی شو -