صٓ ۴۹

هَذَا ذِكْرٌ وَإِنَّ لِلْمُتَّقِينَ لَحُسْنَ مَآبٍ

دا (یوقسم) ذکر دی او پوهه شئ چه متقیانو د پاره ښائسته ځای دورتللو دی -

روستو دبیان د ابتلاء اتو د انبیاء علیهم السلام نه بشارت اخرویه ذکرکوی دی انبیاؤ او ددوی تابعدارانو لره او لفظ دمتقین کښی دا ټول داخل دی - اوپه دی بشارت کښی لس امورذکرکوی - (وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ) دبیان دمکان اوخوراک او څکاک نه روستو دبیبیانو ذکرکوی او نظرکول د ښځی خپل خاوند ته چه بل چاته نه گوری اشاره ده ددوی ډیروالی د حیا او محبت کولوته د خاوندانو سره - اتراب یعنی په عمرکښی او په حسن او جمال کښی ټولی یوشان دی په روایت د ابن عباس رضی اللّه عنهما کښی راغلی دی چه د ټولو عمر به دری دیرش کلونه وی یاداچه دخاوندانو سره به هم عمروی (إِنَّ هَذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِنْ نَفَادٍ) مراد ددی نه دوام دجنت او دنعمتونو دهغی اود اهل جنت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل