صٓ ۴۸

وَاذْكُرْ إِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ وَكُلٌّ مِنَ الْأَخْيَارِ

او یاد کړه اسماعیل او الیسع او ذوالکفل علیهم السلام اودا ټول وؤ د غوره خلقو نه -

دا دری انبیاء علیهم السلام ذکر کوی اشاره ده ددوی ابتلاء اتو اوپه هغی باندی صبر کولو ته - د اسماعیل علیه السلام د وړوکوالی ابتلاء‌ اوصبر سورة صافات کښی ذکرشوی دی او د الیسع بن اخطرب او ذوالکفل (بشیربن ایوب) تفصیل حالات اللّه تعالٰی ته معلوم دی (مِنَ الْأَخْيَارِ) کښی اشاره ده ددوی مصیبتونو ته په دعوت الی اللّه کښی اوپه هغی باندی صبرکول او نور اعمالو صالحوته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل